(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مومن خان او شیرینو

[30.Jan.2018 - 07:17]

د مومن خان او شیرینو کیسه او نارې 

د پښتو ادب لمنه د اولسي او فولکلوریکو کیسو او روایتونو نه شتمنه او ډکه ده او دغه کیسي او نکلونه موږ ته د پخوانیو وختونونه د یوې خولې نه بلې ته په شفاهي بڼه رالیږدیدلي دي. دغه کیسې او نکلونه ځینې په منثوره بڼه او ځينې هم په منظومه بڼه لیکلې شوي دي :

 

په پښتو ادب کې موږ څو ډوله کیسې او نکلونه لرو :

 

۱- عشقي کیسې چې بیلګې یې د مومن خان او شیرینو عشقي کیسه، د فتح خان (پتې خان) او رابیا کیسه، د ادم خان او درخانۍ (درخو) کیسه، د ګل مکۍ او موسی خان عشقی کیسه، د دلۍ او شهۍ کیسه، د لیلی او مجنون کیسه، د خشکیار او شاترینې عشقي کیسه، د سید کمال او ببو جانې کیسه، د جلات خان او شمایلې کیسه، د ګل او صنوبر کیسه، د ښادي خان او بیبو کیسه، د سیف الملوک او بدرۍ جمالې کیسه، د طالب جان او ګل بشرې کیسه، د ظریف خان او مابۍ کیسه.

۲- مذهبی کیسې : چې بیلګې یې د حضرت علي جنګنامه، د امامانو یا حسنینو کیسه، د یوسف او زلیخا کیسه

 

۳- حماسی نکلونه : چې زموږ د ملی اتلانو کیسې پکې دی لکه هو تکنامه د میرویس خان او ګورګین تر مینځ دجګړو نکلونه، د غازي صاحب خان تره کي او انګریزانو جګړې، د میوند حماسه، د محمد شاه خان بابکرخیل او انګریزانو جګړې، د ایمل خان مومند او مغولو جګړې، او په سلګونو نور حماسي نکلونه.

 

دلته تاسو ته د مومن خان لنډه کیسه او د مومن خان او شیرینو نارې راوړمه.

 

د فولکلوریکو روایتونو پر بنسټ مومن خان په اصل کې د ماهیر تر کوتل لاندی د کابلجلال اباد پر لوی واټ چې کوم کلی پروت دی دا کلی د مومن خان په نوم یادیږی. د دې کلی کرهڼیزی مځکی تر هغه زیارتونو وړاندی پرتې دی چی د مومن خان او شرینو د قبرونو په نوم یاد شوي دي. د قبرونو د جوړیدلو او رغولو لپاره کار نه دی شوی، خو د هغو دوو غونډیو پر سر د خاورو جوړ قبرونه د هر لاروی د پام وړ ګرځی. د واټ د ختیځ لوری غونډی باندی د مومن خان او د لویدیځی غونډی پر سر د شیرینو قبر دی. همداراز د مومن خان ورانه کلا هم له لیري لیدله کیږي.

 

مومن خان او شیرینو دوه مئینان وو چې وروسته د شیرینو پلار او مور مومن خان ته ورکړه، خو مومن خان د واده او ولور د پیسو د پیدا کولو لپاره هندوستان ته ځي او کله چې هندوستان ته رسیږي نو په هغه ښار کې ښامار د پاچا نه غواړي چې خپله لور ورته ورولیږي څو یې وخوري، په دې وخت کې مومن خان چې د زرګر د دوکان مخې ته ناست دی د دې خبرې نه خبریږي ځکه د پاچا لور دا ټپه وایی :

 

ځوانانو ننګ راباندې وکړئ

پلار مي ظالم دى ماښامار ته استوينه.

 

مومن خان د ښامار سره جنګ کوي او ښامار وژني او بیا د هندوستان پاچا ده ته خپله لور ورپه نکاح کوي. بیا وروسته مومن خان خپل اصلي وطن ته راستنیږي چې خپله پخوانۍ مینه او کوژدنه وګوري نو مومن خان د هغې کور ته د شپې له خوا په پټه ورځي، خو د شیرینو ورور پرته له دې چې دي وپيژني هغه د چړو په ګوزارونو مړکوي او په دې توګه د مومن خان او شیرینو ناکامه مینه پای ته رسیږي.

 

مومن پر لوړه غونډۍ کښېږدئ

چې خواره مور يې همېشه زيارت کوينه.

 

دلته به بې خایه نه وي چې د مومن خان او شیرینو هغه نارې هم راوړو چې کله مومن خان هندوستان ته روانیږي نو دغه ټپې یو بل ته وایی:

 

دمومن خان او شيرينو ناری !

 

شيرينو :

تا د سفر موزی په پښو کړی

د زيړو ګلو باغ په چا سپارې مئينه

 

مومن خان :

ما د سفر موزي په پښو کړي

د زيړو ګلو باغ په خدای سپارم مينه

 

شرينو :

يار مې سپرېږې روانيږي

په نارنجی مخ مې سيلاب د اوښکو ځينه

 

چې دوري ځې خال مې صحيح کړه

د هندوستان د نجونو نشته شنه خالونه

 

مومن خان :

د هندوستان ولور ته ځمه

د هندوستان جونې زما خویندې میندې دينه

 

د هندوستان ولور ته ځمه

د شيرينو ولور په خپل لاسو ګټمه

 

شيرينو :

چې مومن خان له ما جدا شو

بدن مې ريږدې زړه مې صبرنه کوينه

 

په جدايې سره جدا شو

مومنه کله به وصلت سره کوونه

 

ما جدايې ليدلي نه ده

چې مومن خان رانه جدا شو وبه مرمه

 

مومنه ځه الله دې مل شه

دا شينکی خال او زلفي تا لره ساتمه

 

مسافرې په پوره زړه کړه

خولګئ مې ستا ده که زه خاوري شم مئينه

 

ادي راکښينه اور رابل کړه

د مومن خان په وينو سره دې بالښتونه

 

کرنګه مات دې شه لاسونه

په نيمو شپو دې مومن خان راوړ له کومه

 

جانان زما په خولګۍ مړ دی

عالمه مه يې لمبوۍ چې شهيد شونه

(Dr. Latif Yad)

-
بېرته شاته