(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپدوماوتي فلم

[26.Jan.2018 - 12:47]

دپدوماوتي فلم

لیک: ډاکټر لطیف یاد 

په هند کې د(پدماوتي )د جنجالي فلم دجوړولو او خپرولو پر سر د توکم پالو 

او سخت دریځود تاو تریخوالی سره سره دغه فلم نندارې ته وړاندې شو 

په دې ورځو کې چې دبالیووډهندي سینما د( پدماوتي) په نامه یو فلم دهغې مشهوري مثنوي پر بنسټ جوړ کړي دي دی چې هندي لیکوال ملک محمد جائیسي په ۱۵۴۰ زیږدیز /میلادي کا ل دهند دپښتون واکمن سوري شیرشاه دواکمنۍ په وخت کې لیکلې وه او یو شمېر متعصبو ، توکم پالي او سخت دریځو  ددغه فلم دجوړیدو او خپریدو سره مخالفت کاوه  او نه یې پریښودل چې غه فلم خپوراوریلیز  شي . دوي ددغه فلم دمخنیوي په اړوند لاریونونه او مظاهرې وکړي . خوپه پای کې دهند سترې محکمي ( سپریم کورټ) دا پریکړه وکړه چې دغه فلم  دې نندارې ته وړاندې شي .اوس دغه فلم دهند په پنځه زره سینما ګانو کې نندارې ته وړاندې شوی، دغه تنګ نظره او تو کم پاله ددې فلم د مشهورې ستورې (ډیپیکا پاډوکون) دوژلو لپاره سل ملیونه هندۍ روپۍ انعام او دهغې دپوزې دپریکولو غوښتنه کړې وه اود هند واکمن بي جي پي ګوند یوه غړي داهم  ویلي و، هغه چا ته به ۱۰۰ میلیونه روپۍ ډالۍ ورکړي، چې د دغه هېواد فلمي ممثلې دیپیکا پاډوکون ووژني.تنګ نظرو او متعصبو ډیلي ته نږدې په ګورګاوڼ کې ددې فلم دخپریدو له کبله بسونو ته اورونه اچولي دي

دلته به بیځایه نه وي چې زه تاسو ته دپدماوت یا پدماوتي د کیسې په اړوند لنډشانته لنډ معلومات درکړم او بیا به په دې وغږیږو چې یو شمیر تنګ نظره ولې ددې فلم دخپریدو سره خپل مخالفت څرګندوي

پدماوت دهندي ادبیاتو یو شهکار دی چې ملک محمد جائیسي په اودهي ژبه کې دمثنوي په بڼه په شپږ زرو بیتونو کې کښْلی دی . دا په حقیقت کې دهندوستان دراجستهان د صوبې دچیتور دسیمې دواکمن ( راجا رتن سین) او د سینهال دیپ ( سریلانکا) دپاچا (ګندهیروسین) دلور( پدماوتي) دمینې کیسه ده

دسینهال دیپ ( سریلانکا ) دپاچا لور (پدماوتي) یو طوطي درلود چې (هیرامن) نومیده چې تل به یې شهزادګي پدماوتي ته دمینې کیسې او نکلونه کول. دشهزادګۍ پلار (ګندهیروسین) چې دسریلانکا پاچا و دطوطي ددې کړووړو نه په تنګ راغی او ویې غوښتل چې دغه طوطي ووژني ، خو طوطي پوه شو چې پاچا مې وژني نو وتښتید او دیوه برهمن هندو لاس ته ورغی او دغه برهمن هندو دغه طوطي دچیتور پر راجا( پاچا ) رتن سین خرڅ کړ. دغه طوطي وروسته دغه راجا ته دسریلانکا دپاچا دلور (پدماوتي) په اړوند کیسه وکړه او دچیتور راجا( رتن سین ) چې دطوطي دغه کیسه واوریدله نوپه نا لیدلی ډول دسریلانکا دپاچا پرلور (پدما وتي) مین شو

دچیتور پاچا ( رتن سین ) دملنګۍ جامې پر تن کړې او سینهال دیپ ( سریلانکا ) ته لاړ او ددغه طوطي په مرسته یې دهغه ځای دپاچا د لور پدماوتي سره و لیدل او تر ډیرو ستونزو او مشکلاتو وروسته یې دنوموړې سره واده وکړ او هغه یې له ځانه سره خپل اصلي ځای چیتور ته راوستله . دلته دکیسې لومړۍ برخه پای ته رسیږي .

دکیسې په دویمه برخه کې ګورو چې یو برهمن چې دهغه وخت دهند د پښتون واکمن سلطان علاءالدین غلجي په دربار کې یې کار کاوه او ملازم و نوموړي سلطان ته دچیتور دسیمې دراجارتن سین دمیرمنې پدما وتي ستاینه کوي او سلطان علا ءالدین غلجي هم پرته له دې چې پدما وتي یې لیدلي وي پرهغې مین کیږي . دغه سلطان ژمنه کوي په هرډول چې وي باید دغه ملکه خپله کړي .سلطان علا ءالدین خپلو پوځونو ته امر کوي چې دچیتور دراجا سره به دمقابلې لپاره چمتووالی نیسي او پر چیتور برید کوي ، خو دچیتوردشاهي کلا ( قلعې ) محاصره او کلا بندي اته کلونه وخت نیسي . په پاي کې دسلطان علا ءالدین او دچیتور دراجا تر مینځ سوله وشوه او دچیتور راجا ، سلطان علاءالدین غلجی په خپلې ما ڼۍ کې میلمه کړ او سلطان تر څو ورځو پورې دده میلمه و او ده ورته دیوه قدردان میلمه په توګه درناوی کاوه . ویل کیږي چې سلطان علا ءالدین په تصادفي توګه دپدماوتي انځور په آئینه کې ولید او دمینې اوریې په زړه کې ولولې وکړې او دچیتور راجا رتن سین یې ونیوه او ډیلي ته یې ولیږه او هلته یې بندي کړ.

دراچپوتا نو مشران په خپلو کې سره کښیناستل څو یوه لاره چاره وسنجوي چې خپل راجا رتن سین د علا ءالدین غلجي له زندانه وژغوري . پدماوتي دسلطان علا ءالدین حرم ته دتلو مو افقه او هو کړه کړې وه څو خپل خاوند رتن سین دوروستي ځل لپاره وګوري . نو راجپوتان په دې پلمه چې پدماوتي دسلطان حرم ته په یوه روان تخت کې دپاچا ماڼۍ ته بیا یي دراجپوتا نو یو شمیر وسله والو کسانو هم په پټه سره دروان تخت لاندې دپاچا ماڼۍ ته لاړل او دسلطان علا ءالدین په ماڼۍ کې یې دپاچاهي پوځیانو او پیره دارانو سره جګړه وکړه او هغوی یې ټول ووژل او راجا رتن سین په دې بریالی شو چې دسلطان علا ءالدین له زندانه وتښتي .

کله چې رتن سین چیتور ته راغی نو دخپلې سیمې دبل راجا سره چې د یو پال نومید وجنګید ځکه هغه هم غوښتل دهغه میرمن پدماوتي وتښتوي اورتن سین دهغه سره مقابله وکړه دیوپال ووژل شو او رتن سین سخت ټپي شو

په همدې وخت کې سلطان علا ءالدین دیوه ستر لښکر سره پر چیتوربیا برید وکړ ، خو دمخه تردې چې پدماوتي لاس ته ورشي پدماوتي او رتن سین دواړه ژوندي ځانونه وسوځول

باید زیاته کړم چې سلطان علاءالدین غلجي مړ ۱۳۱۶ زیږدیز /میلادي ددغه مثنوي دلیکوال ملک محمد جایسې نه پوره ۲۲۶ کلونه وړاندې تیر شوی دی او ملک محمد جایسي دغه دپدماوتي مثنوي په ۱۵۴۰ میلادي کال کې لیکلې ده چې دهند پښتون واکمن شیرشاه سوري پر هند پاچا هي کوله

ددې کیسې منابع او سرچینې

دتاریخ فرشته نه پرته چې هغه هم دمغولي واکمن جهانګیر په وخت کې لیکل شوی دي بل هیڅ تاریخي کتاب لکه دامیر خسرو خزاین الفتوح ، دابو الفضل آئین اکبري ، دخواجه نظام الدین احمد طبقات اکبري او دمولانا عصامي پادشاه نامه یا فتوح السلاطین ددغې واقعې یادونه نه ده کړې او داسې ښکاري چې دایوه خیالي کیسه او افسانه ده چې هیڅ تاریخي بنسټ نلري

باید زیاته کړو چې ملک محمد جائیسي ددغې کیسې لومړنی لیکوال و چې تر ده وروسته ډیرو لیکوالانو او شاعرانو دغه کیسه په فارسي ، پښتو ، اردو، پنجابي ،بنګالي ، انګریزي ، دکني او هندي ژبو کې لیکلې ده

ددې کیسې پښتو ژباړه د ابراهیم او محمد ګل احمد له خوا شوې ده چې په ۱۸۸۱ زیږدیز /میلادي کال کې په ډیلي کې چا پ شوې ده اونوم یې دی (دشهزاده رت پدمن کیسه) چې ۳۱۵ مخه کیږي

دپدماوتي پر فلم دسخت دریځو نیوکې

تردې دمخه داسې ویل کېدل چې دغه فلم به د۲۰۱۷ زیږدیز /میلا دي د دسمبر پر لومړۍ نېټه نندارې ته وړاندې شي، خو وروسته یې جوړونکي او ډایرکټر دغه کار وځنډاوه ځکه راجپوت توکمپال سخت دریځي د دغه فلم د مرکزي کرکټر او فلم پر کېسې نیوکې کوي او د هند لر او بر کې ددغه فلم خلاف پراخې مظاهرروانې دي

دراجپوت توکمو ټولنې( کرنی سینا) ویلي چې په دغه فلم کې دپدماوتي نومې ملکې کردار په ناسم ډول انځور شوی دی

سخت دریځو لومړی د فلم پر کیسه نیوکې وکړې، وروسته یې د ممثلې پاډوکون د پوزې پرې کولو خبره وکړه او بیا یې د هغې او فلم جوړونکي د وژنې بدل کې دسلوملیونو روپيو انعام ورکولو څرګندونې وکړي.

 

له علاوالدین غلجي سره ناانصافي 

پر دغه فلم یوازې راجپوت هندوان نه ، بلکې یو شمېر تاریخپوهانو هم نیوکې کوي. د هند د علي ګړ مسلم پوهنتون د تاریخ څانګې مشر تاریخپوه سید علي ندیم رضوي وايي:

''په دې فلم کې د پدماوتي پر خیالي کردارد خو ټول نیوکې کوي، خو بهنسالي (فلم جوړونکي) اصلي ناانصافي له علاوالدین غلجي سره کړې ده. ''

نوموړی وايي ''فلم کې د غلجي پاچا شخصیت داسې ښوول شوی، چې ګواکې ظالم، وحشي او بې زړه سوي واکمن و، نه یې خوراک زده و او نه یې مناسب کالي اغوستل، خو حقیقت دا دی چې علا ءالدین غلجی د خپل مهال یو ډېر مهذب شخصیت و او داسې ډېر څه یې کړي، چې اوس یې هم اغېز لیدل کېږي.. ''

پروفیسر رضوي وايي، 'علاءالدین غلجی لومړنی واکمن و، چې د هند بازارونو کې یې بیې کنترول کړې، ځايي خلکو ته یې حکومت کې ونډه ورکړه او ډیلی یې د مغولو له بریدونو خوندي وساته.

ددې فلم لوبغاړي او مرکزي کر کټرونه

۱-دپدماوتي په جنجالي فلم کې ډیپیکا پاډو کون دملکه پدماوتي په رول کې .

۲-رنویر سینګ دسلطان علا ءالدین غلجي په رول کې 

۳- شاهد کپور 

ددې فلم ډایر کټر سنجی لیلا بهنسالي دی

---------------

ددې مقالې په لیکلو کې مې له لاندنیو منابعو الو سرچینو نه ګټه اخیستلې ده :

۱- مثنویات پدماوت ، دډاکټر شمیم احمد قریشي لیکنه ، دهند مجله ، ۴۲ ګڼه ، اپریل ۱۹۹۱ کابل .

۲- تاریخ فرشته ، دمحمد قاسم فرشته هندوشاه تالیف 

۳-د استان پدماوت ، دعبدالشکور بزمي لیکنه ، دتهران چاپ ، ۱۳۵۰ کال.

۴-ویکیپیډیا ، پدماوت ، په اردو ژبه 

۵-ګوپي چند نارانګ ، مثنویات پدماوت

۶- بي بي سي پښتو ۶-http://www.bbc.com/pashto/arts-and-literature-42101286

-
بېرته شاته