(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه کتابونه

[05.Sep.2017 - 16:24]

تصوف افسانې او حقيقت  او تصوف اور امن عالم 

لیک: اقبال حسین افګار

دا دواړه کتابونه د پښتو قئدرمن او محترم مشر سعدالله جان برق صيب دي چې موده له مخه پرله پسې د طباعت په کالو ښايسته شوي منظر عام ته راغلي دي. محترم مشر د يو ښه او سپيځلي شاعر په حيث د پښتنو عامو او خواصو يو شان منلى دى اکثر د سعدالله جان برق صيب شعرونه په خپلو ليکونو تقريرونو کښې د حوالې په توګه راوړي د نظره دې نه شي چرته د فيکس بکي ناقد ورته خيال نه شي او خيال يي هم شي نو څه به وکړي خپل ځان به ابته کړي ولى چې د قدرمن مشر سعدالله جان برق قد دومره لوړ دى چې ددغه کچ قامته ناقدانو توکلي خو د هغه څهرې ته رسي خو خپل مخ به پرې ابته کړي.

دا زما خاورې ايرې ژوند،په کښې ستا نازبينه مينه

لکه ګل وي چا ټومبلى په ريښې ريښې پګړۍ کښې(برق)

ارواښاد قاضي عباحليم اثر افغاني په خپل يو ليکنه کښې وايي ”علم دوه قسمه وي يو” کسبي“ بل ” وهبي “ وهبي ته ”لدني“ هم وايي چې د قرآن پاک په دې آيت کريمه کښې ذکر دى و عَمًَناَهٌ مِنٗ لٌَدناَ عِلماً“ څو کاله د مخه قدرمن سعدالله جان برق صيب د پښتون مجله په يو ګڼه کښې ليکلي وو چې  زما کسبي علم نه دې حاصل کړې برق صيب په دغه ليک کښې د خپل ژوند د ارتقايي سفر په تفصيل سره ذکر کړې دى او عزت ،شهرت دې مقام ته په قول د رحمان بابا ”په يو قدم عرش ته نه دې رسيدلى د ژوند د غورزو ،پروزو يي رنګ اغستې او د مسلسل لوستې يي خوند اغستې د ژوند دغه شوخ رنګونه د علم د کتابونو د لوستو دغه خوند مونږ سره د خپل شعر او نثر پارو وسيله شريکوي او زمونږ ژوند حرکت ورکوي دا خو تاسو اوريدلي وي چې” حرکت کښې برکت وي“ نو برق صيب هم لکه د شلې ګډې د تقدير رضا ته نه دې ناست تل يي حرکت کړې دى.

تږې تږې يم چې نه يي ،جل مې اخلي چې دې وينم

آخير ساه به رانه  وځي  په  دې  تنده  ليونۍ  کښې (برق)

د ريډيو ټاکر پاتې دى. په ريډيو او ټيلي ويژن يي د طنز و مزاح ډرامې د ژوند د مختلفو کردارونو ډرامي تشکيل واقعو او الميو ته د يو استاکار ډرامه ليکونکي ټيلي ډرامي جوړول د برق صيب کمال دى. دغه د اردو د يو کالم نګار په حيث يي هم نوم ګټلى دى د اظهار جرآت د ژبې چاشني د برق صيب د کالم ښايست او انفراديت دى اردو دومره با محاوره ليکي بنده وايي جوړ برق صيب اهل زبان دى په کالمونو د پښتو اردو د شعرونو ،متلونو بر محل اظهار وي .  

چې دې خپل زړګي ته ګورم د يارانو په محفل کښې

لکه   کور  د  چا  کنډر  وي   په   آباده  آبادۍ  کښې (برق)

 څه موده له مخه د ورځ پاڼه ”وحدت“ په  خپل يو کالم کښې محترم سعدالله جان برق صيب د يو ” منحوس کتاب “ ذکر کړې وو. يقيننا دغه کتاب برق صيب ډير ستړى کړى وو. ماسره هم دغه رنګ ټوکه شوې وه زما کتاب ” د وفا ،مينې او ښکلا په لور“ لږ تر لږه څلور کاله پس چاپ شو خو ما دغه کتاب ته د منحوس ويلو جرآت ونه کړې شو شايد ځکه چې زما علم د برق صيب تر ګيټو نه دى هغه عالم سړى دى او عالمان په علمي جلال کښې ډير څه ويلى شي. 

ته خو  سليمان  يي  په  هوا  ګرځې

دا غريب ميين دى يو ميږې خو دى (برق)

ړومبى خبره داده چې انسان ته بې صبره نه شکره ويلي شوي دي حالانکي که په داسي موقعو مونږ د صبر کار واخلو حالات تجزيه کړو نو نه به سيخ سوزي نه کباب د حميد بابا په قول 

مراج ته وخيژه په محراب کښې شراب وڅښه

ليکن   ما    اخله   د   پردو     زړونو   آهانونه

يقينناا عامر ياد ښه پي مخې ځوان دى غنم رنګ هم دى ددغې کالم نه روستو  معامله چې هر څه وه خو دغه کتاب

 چې نوم يي دى”  تصوف اور امن عالم “  چاپ شو او مار کيټ ته راغلو او ما دپاره يي په پښتنه مينه کتاب عبدالحميد زاهد ته پريښې وو خو دغه کتاب چې تر ما رارسيدو نو دغه دوران کښې ښاغلي آياز ترکزي د سعدالله جان بل کتاب ”تصوف “ چې په پښتو ژبه دى او اعراف پرنټرز چاپ کړې دى ماته په پښتنه مينه را ډالۍ کړو د دواړو کتابونو موضوع يوه تصوف دى يو په پښتو ژبه بل په اردو په دې حواله محترم بختور دى چې الله ورله جوړه کتابونه ورکړل ځکه زه دې کتاب ته بختور کتاب وايم برق صيب هم خوشحاله دى ځکه خو وايي؎

برق   د  غنم    رنګو   پرستار   شولو

څه وکړي د خپل نيکه نمسې چې دى(برق)

په تصوف ليکل کول يا په تصوف پوهيدل ګران کار دى خو محترم برق صيب دا ورانه ماشوړه د خپل علم په زور  اسانه کړې او سمه کړې دى چې هر څوک ډير په اسانه په دې پوهيدې شي چې انسان څه دى؟ او آدم څه دى؟ او انسان د حيوانيت نه کومو لارو،ګودرو انسانيت او بيا د آدميت اعلي او ارفع مقام ته ورسيد 

ښکته چې ګوذار شومه رنګونه شوم

پورته چې وچت شومه ګردونه شوم (برق)

زمونږ په ددين کښې د انسان د ارتقايي عمل په لړ کښې د بني اسرايلو بيان کړې قيصۍ مستغار اغستې شوي دي خو هيچ چا غور نه دې کړې چې ددې سره د کايناتو رب ذوالجلال ناغوذ باالله من ذالک توهين کوي برق صيب په علمي استدلال د قرآن پاک د آيتونو په رڼا کښې توضيع تشريح کړې ده دا يو حقيقت دى چې د تصوف ددنيا په ټولو مذهبونو کښې شته په هر مذهب خپل خپل اصتلاحات تشريحات لري

ددين اسلام تصوف مختلف دى د اسلام تصوف د شريعت نه بغير نيم ګړى وي خو دلته د محترم برق صيب رايه زمونږ بدله ده هغوي شريعت حکمرانې طبقې نماينده ګڼي او تصوف  د ظلم ،جبر په ضد د آمن مينې سولى پرمخ تګ ضامن ګڼي  

هم هغه قيد هغه قيدي خو بس زنځير بدل کړي

بادشاه دې نه بدلوي مونږ له دې تقدير بدل کړي (برق)

د آدم او ابليس په لړ کښې محترم برق صيب ليکي ”مطلب دا چې حضرت آدم (ص) نبي وو هغه هم آدم وه خو آدم نوم نه دى صفت دى چې د ابليس متضاد دى يعني د نفي په مقابل کښې د انساني زوج “ قرآن عظيم په لړ کښې عالمان وايي چې الله تغالي د خپلو بنديګانو د رهنمايي دپاره ځنې ځاې د اشاريو کنايو تشبيهاتو کار اغستې دى برق صيب په دې کتاب کښې د انسان د عقيدو د ارتقايي سفر په بابله د قرآن عظيم د سوره انعام دا آيات کريمه راوړې دى ” په دې آيتونو کښې صرف د ابراهيم عليه السلام خبره نه ده بلکې د حضرت ابراهيم په استغاره کښې د بني نوع انسان خبره شوې ده .ياد لرل پکار دي چې حضرت ابراهيم عليه السلام صرف ابو الانبياۀ نه دى ابوالاديان هم دى ځکه چې د مذهبونو درې لوې لوې سلسلې دده د اولاد نه شروع شوي دي بلکې مونږ يي څلور هم ګڼلې شو ولى چې د زرتشت سلسلې سره هم د حضرت ابراهيم عليه الاسلام تغلق شته“ ګرانو د محترم سعدالله برق دا کتاب هم لکه د هغه د نورو کتابونو ډير دلچسپ دى په لوستو به يي هغه ټوله لوسته تاسو ته په صحيح معنو تاسو ته در منتقل شي په ډيرو څيزونو کښې به زمونږ اصلاح به وشي او په دې به هم پوهه شئ د اقوام علم استحصالي قوتونو د مذهب په نوم د انسانيت څنګ استحصال وکړو او چې ورته دغه مذهب بلا شو نو څنګ يي د تصوف شړۍ يي له ځان را تاؤ کړه. د برق صيب دا کتاب په 168 صفحو کښې راټول دى 19 بابونه دي د تصوف معمه، تصوف کښې وجود او شهود، اسلامي تصوف، کاينات، بګ بينګ، ثنويت او تثليث، د انسان پيدايش، بشر ،انس،انسان او آدم، آدم او ابليس، په مسلمانانو کښې اسراليات، قرآن او نوا کتابونه، خاکي او ناري، د عقيدو ارتقايي سفر، د ابليس غٌره، د وحدت الوجود شجره، اصلي او نقلي، د عبادت مفهوم او معنې، موجوده تصوف کتاب په ښايسته ټايټل قايو کښې بند دى قيمت يي مناسب 250 روپۍ دى د کتابونو په هر دکان يي موندې شئ محترم برق ځاې په ځاې شعرونه د خپلې موضوع دپاره کارولي دي خو د عبدالرحمان دا شعر ترې پاتې دى

آدميت  څه  په   دولت  نه  دى   رحمانه

بت که جوړ کړې د سرو زرو انسان نه دى

په درناوي : اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته