(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعمرګل "عسکر"

[24.Aug.2017 - 13:15]

پښتانه لیکوالان وپيژنئ‎ 

دښاغلې عمرګل "عسکر" لنډه پیژندنه:

ښاغلې عمرګل (عسکر) دپښتوژبې ځلانداو پیژاند لیکوال ، شاعر، څیړونكې ، مقاله لیکونکې او سیاسې مبصر په کال 1948میلادې دسویلې پښتونخوا دکوټې په ږوب کې زیږیدلې .

زده کړې:خپل لومړنې زده كړې ترد ماسټرې ترکچه یې په لورلایې او ږوب كې ترسره کړې

ماسټرې یې داقتصاد(Economics( په څانګه کې ترسره کړیده

دندې: د کالج د زده کړو ترڅنګ یې دیوکال لپاره دلورلاې دعامه کتابتون دمرستیالپه توګه او اووه کال یې دبلوچستان د ولایتې حکومت سره دعامه پوهاوې په څانګه کې د(ولس پښتو) مجلې سره دلیکوال په توګه دنده ترسره کړیده

33کاله یې په حبیب بانک سره دمدیر(Manager( ترعهدې دنده اجراکړیده اوبیاریټایرد شویدې0

ښاغلې عمرګل (عسکر) ادبې سفرد پښتو ادبې ملګرې لورلاې څخه په1964 میلادې کال کې پیل او لومړنې مقاله یې د (ظفراسلام) اوونیزه کوټې څخه خپره شوه 

او دپښتوژبې په ډیرو ورځپاڼو اوونېزو اومجلولیکنې خپرې شویدې لكه : دهیواد اوونیزه کویټه ، ورځپاڼه باغ حرم پیښور، میاشتنې مجله اباسېن کراچې ، اولس پښتومجله

کویټه همدارنګه په اوونیزه امن او ورځپاڼه جنګ کویټه کې د پښتومحفل ترسرلیك لاندې لیکنې کړیدې 

ښاغلې عسکرد 1979 کال نه تراوسه 33کاله دپښتوژبې ته نه ستړې کیدونکې خدمت ترسره كړیدې

چاپ شوې آثار:

پښتنې لهجې(WANECHI) په نامه څیړنیزکتاب او یو دپښتو مقالوټولګه دملګرې لیکوال په نامه چې په 1972میلادې کال کې دکویټې دپښتو اکاډیمې له خوا چاپ شویدې

په کال 1992میلادې دسیمینار په نامه کتاب چاپ شوې

دپښتو شعرونو یوه ټولګه چې د (په دایره کې کاینات) په نامه دې اوس تازه له چاپه راوتلې

دڅیړنو ټولګه (WORLD MYSTICISM)

د(تصوف) په نامه دچاپ لاندې ده 

دښاغلې عمرګل عسكر د 1970میلادې کال راهیسې په راډیوپاکستان کویټې څخه په زرهاو مقالې ، لنډې قیصې ، ډرامې خپرې شویدې

د تیرو22 کالو راهیسې د(خبرې اتری) په نامه دپروګرام لپاره لیکنې کوې

اودتلویزیون په پرده هم په ډیرو ادبې پروګرامو کې برخه اخیستې

د 1992 کال نه تر 1995 کاله پورې دپښتواکاډیمې کویټې لومړې مرستیال په توګه دنده ترسره کړیده

اوس هم د ډیرو ادبې تنظیمونو غړیتوب لرې

لکه:

دپښتو ادبې ملګرې لیکوال ټولنې افتخارې غړې او دټولنې مرستیال چې وړاندې هم درې ځلې ددې مشهورې اوفعالې ټولنې د ریس په توګه انتخاب شوې و او دپښتو ژبې خدمت یې کړیدې

دبزم فیض بلوچستان ټولنې غړې

دپښتو ادب په اړه یې په ډیرو سیمینارونو او

دپښتو کانفرانسونو پیښور ، كویټه ، کابل 

او په قندهار ، افغانستان کې په مشاعرو کې برخه اخیستې ده

افغانستان ، ایران ، سعودې عربستان ته یې سفرونه کړیدې

او د پښتوژبې ترڅنګ ېې په اردو ژبه کې هم اشعارویلې

د ریټایرمنټ نه وروسته یې ټوله توجو ادب او ژورنالیزم ته وقف کړیده

دلوې خداې نه ورته دښه صحت او ډیرعمرغوښتونکې یو

د شعر بیلګه

اوده ضمير-----------------عمر ګل عسکر

که دا ضمير مې د مودو مدو له خوبه شی ويښ

ځکه تورې د بابا مې ورته سر ته اېږدم

د ننګ او پت ډول او سرنا ورته به زور غږوم 

د ملالۍ ټپې په غوږ کښې ورته په چيغو وايم

خو ده شراب د ولایت څښلی دی٬ نه ويښيږی

يا ېې د بنګو بوتې څښلې دې پړ مخ اوده دې

يا خو د بل په مزدورۍکښې ستړې شوې دې ډېر

یا د الف نه بې ېې نه زده٬ به څه نه پوهیږی

یا تل په نس وږې٬ یوه ډوډۍ پېدا کړی چرته

يا چرته خان او د ملک چو پړ ته ناست په درشل

يا د کوچی ملا په اذن و مرګون تيار

چې يو انسان و بل انسان ته د لېوه په سترګه

غاښونه و چيچي٬ له غاړې او مرۍ يي نیسی

چې اندامونه ېې تول برې کړی٬ تودې وینې وڅښي

اوده ضمير مې کونج کښې پروت دې نا غرضه غوندې

لکه په هيڅ شی خبر نه وی٬ ناخبره اوسی

يا خو بيا دا٬ له دېره غمه ېې زړګې سورې دې

د خپل بچی دخپلې مور٬ د خپل ورورک وژنه

هم د خپلوانو٬ هم پردوله لاسه ده لیدلي

ځکه د خپل او د پردي توپېر کولاۍ نه شي

چا ته نږدې شي٬ چا نه لرې په بېديا و تښتی

چا ته په بړچو بړچو وژاړي٬ زړګې ټکور کړی 

دلته خو هیڅوک د بل چا دپاره نه دې اوزګار

دلته په منډه هر سړې اوتر اوتر روان دې

تکړه هغه چې تر منزله خپله لاره کچ کړی

که بيا په لاره څوک دیکه کړي٬ يا د پښو د لاندې

دې به د بام د پاس مورچه کښې ځان خوندی وساتی

اوده ضمير يي د پېغور په ستن ويښيږی کله 

او زه د خپل اوده ضمير د ويښېدو په طمعه

اوښکې ډيوې ورته په ټوله شپه روښانه ساتم

(ترتیبونکی ډاکټر عبدالله بینوا)

 
-
بېرته شاته