(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا سراب که وسوسه ده

[08.Aug.2017 - 13:40]

د محترم امین الله داودزي په کتاب "دا سراب که وسوسه ده" کښی یوغټ کموت!!

لیک: سمیع الدین ارمان داودزی

۱.. د امین الله دې کتاب کښی نظمونو له نامې ورکړې شوې دي. او اتیا فیصده نامې پکښی داسې ورکړې شوې دي چی د نظم الوت، وسعت او ژورتیا ئی مسخ کړې ده. که چرې د امین الله د بل کتاب "آئینه کښی نَنداره ده" په شان دې نظمونو له هم نومونه نه وې ورکړې شوې نو دغه یاد نقصان نه به هم بچ وو او د لیکوال د اسلوب تشکیل به هم رسا او پارسا پاتې شوې وو. او د دې عمل ادبی جواز بلکه امتیاز ئی د نظمونو د متن نه ښه په آسانه تراشلې کیدو شو.

دې کتاب کښی د نظمونو د متون/تهیم او د دې د اسماوو د تقابل نه د دواړو په ادبی سطح کښی موجود کموت په اسانه په ګوته کیږي.

۲.. په نظمونو کښی تعمیم دی او علامتی بڼه ئی درنه ده. او نومونو کښی ئی تخصیص دی. 

۳.. په صفحه نمبر ۷۳ یو نظم له نامه ورکړې ده "اوس هغه مَزي خپل رنګونه بیلل"د دې نظم په ابتدا کښی د فکر د مزي د متنوع دور ذکر شوې دی او انتها کښی ترې د صفر د جوړېدو ذکر دی. 

دا عام صفر نه دی، دا د ادب صفر دی. د دې ګڼې ادبی معنې متعین دي. چی ما ئی په مخکښی مضمون کښی تفصیلی ذکر کړې دی. بل په "صفر" هم دې امین الله د فیثاغورث د خیالاتو احاطه په خپل بل نظم کښی کړې ده.

نو زه وائم چی د فکر د مزي صفر له راتلل د نفی ادراک دی. د کلیمې د اولې برخې د هضم کولو زور دی. نو دې ته په عنوان کښی "بیلات" سره نسبت ولې ورکړې کیږي؟؟

۴.. په صفحه نمبر ۸۱ یو نظم له نامه ورکړې شوې ده "زما کائنات" دې نظم کښی د مشهورې نظرئیی چی جارج لیمائترې په ۱۹۲۰ کښی پیش کړې وه او بګ بینګ نامه ئی ورکړې وه. د دې تشبیه ئی خپل درون سره ورکړې ده او ادبی حسن ئې ترې تخلیق کړې دی. نو دې له نامه " زما وجود کښی بګ بینګ" پکار وه. دا نامه د نظم نه مستعار ده. او دې کښی به دا فائده وه چی د کومې نقطې نه دا کائنات موجود شوې دی او علامه آلوسی ورته "یاقوت الحمرا" وئیلې دي. نو دغه نقطه امین الله دې خپل نظم کښی د انسان زړه ګرځولې دی. او د دې اثبات لپاره د علم الحیوان او د احادیثو سره سره د ادب نه هم بلها دلائل راوړلې کیدې شی چی د کائنات او د دغه نقطې نسبت او د انسان او د زړه نسبت ئی څومره یو بل ته ورته دی. بل د "بګ بینګ" لفظییه دلته تر ټولو اهم ټکې دی، دې نه اعراض د نظم د مجموعی فکر او پیغام نه اعراض دی.

۵.. دغه رنګ په صفحه نمبر ۸۴ نظم له نامه ورکړې ده "ستا تَتوړه" د دې نظم مرکزه "تیغ بندی" ده. او د دې په حقله لیکوال خیال له یو تجرباتی شکل ورکړې دی. 

۶..  په صفحه نمبر ۸۵ یو نظم کښی لیکوال د "ژوند" د خپل وجود په تعامل تبصره کړې ده. یو نایابه پیرایه ده چی عنوان " زما ژوند که افسانه" ورله ټول صورت وران کړې دی. 

۷.. په صفحه نمبر ۱۰۲ یو نظم له ئې نامه ورکړې ده "سپینه سپوږمۍ" د دې نظم مرکزه "توره سپوږمۍ" ده، چی د شاعر تخلیقیت او ندرت پکښی په موجونو دی. او د مینې د زور کانې پکښی راسرګندې پړق وهی خو بیا هم دې نظم له ئی "سپینه سپوږمۍ" نامه ورکړې ده. 

۸..په صفحه نمبر ۱۳۶ یو نظم کښی مرکزی خیال " د شیشې سترګه" ده. د هغې په نتیجه کښی د مئین ردعمل یو ثانوی عمل دی. دې نظم له نامه ایښودې ده "ستا د کور په شا ژوندون" چی مناسبت ئی د متن سره په ادبی توګه کچه دی.

۹.. په صفحه نمبر ۱۴۶ یو ډیر د لوړ معیار نظم دی. دا په اسلوب او فکر د غنی خان د اعلی نظمونو سره ډغره وهی. په عالمی ادب کښی یاد علامتی نظم د فرید الدین عطار "منطق الطیر" دی. دا مذکوره نظم په خپل آهنګ کښی دغه نظم ته لاسونه رسوي. خو دې قسمه تقابل کښی د دې نظم نامه " نیمه صدۍ، قتل قتل مزلونه" غټ خنډ دی. چی دا نامه پرې د پاسه لیکلې وي نو دغه نړیوال حیثیت ورپه غاړه کولو باندې به مونږ داسې ښکارو لکه چی خیرن وجود ته پاکې جامې ورپه غاړه کوو. 

د دې نظم نامه د دې نظم د اولې مصرعې نه مستعار کول پکار وو. او هغه ده "د حشراتو جرګه"

۱۰.. په صفحه نمبر ۱۵۴ نظم له د "ټیټاری حلق" نامه د نظم نه مستعارول پکار وو. د دغه ترکیب تشبیه شاعر د خپل زړه سره لفظاََ او معناََ تړلې ده. او هم دغه ئی د دې نظم عالی ادبیت دی. خو شاعر ورله نامه "ته رالې وې او لاړې" ټاکلې ده.

۱۱.. په صفه نمبر ۱۶۷ شاعر ډیر اوچت تخلیقییت د "آدم علیه السلام د ارمان" په باره کښی کړې دی. او هم دغه د شاعر پرواز او د نظم د مټ زور دی خو نامه ئی ورله د نظم یو جزوی شئ "غونډاري" خوښه کړې دی.

۱۲.. په صفحه نمبر ۲۰۳ یو نظم کښی د هغه حالت ذکر دی چی ته چا سره ښه کوې او هم هغه ښه درته بد جوړ شی. دې لپاره شاعر د علاقائی علامت عالی اسلوب اختیار کړې دی. په نظم کښی تر آخره تجسس هم شته دی. او ادبی معنویت هم. خو شاعر ورله نامه "ستاسو د چرګې بچي" د نظم د یو ثانوی جز نه خوښه کړې ده چی د نظم پیغام ته ترې رسد نه کیږي.

۱۳.. د دې کتاب په اتیا فیصده نظمونو کښی د دغه پورته مثالونو په شان د تصادم څرکونه برسیر دي. خو زه بیا هم دا وائم چی دا زما ذاتی رائی ده لوستونکو ته د مدلل اختلاف پوره حق دی.

۱۴.. د ظلم یو تعریف عرب علما داسې کوی چی " وضع الشئ فی غیر محله" زه د دې تعریف له رویه دغه اقدام ته ظلم وائم.

 ۱۵.. د کتاب د چهاپ کال/ نیټه دوه زره دولسم دی. او تمامی نظمونه سره د شاپاڼې د دوه زره دیارلسم دي.. 

"آئینه کښی نَنداره ده"  کوټلې امتیازات!!

**..دې کتاب کښی په ګوئټې، ژان پال سارتری، فیثاغورث،ګرېګورې او کارل مارکس یو یو نظم لیکلې شوې دی. 

*ګوئټې.. (۱۷۴۹--۱۸۳۲ جرمنی).. دا هغه شخصیت دی چی د برِصغیر خطې سره علامه اقبال متعارف کړې دی. او لکه څنګه چی د اقبالیاتو مشرقی عِلمی رغوڼه د رومی د تاثر لاندې ده، مغربی بڼه ئې بیشتر د ګوئټې د علمی منهاج نه تحریک اخلی. دا هغه سړی دی چی د سائنس، ادب، فلسفې او سیاست په عالمی نمائنده خلقو کښی شمار دی. د ده اولنې ناول کوم چی ده د پینځویشت کالو په عمر کښی لیکلې وو او هغه ئې د شهرت سببِ اول هم دی، په اردو ژبه کښی د "غم نصیب" په نامه محمد هادی حسین ترجمه کړې هم دی. د ګوئټې د مرګ په حواله ډیره مشهوره خبره ده چی آخری الفاظ ئې "مهرلچټ" وو. مطلب " نوره رڼا" هم د دغه ځنکدن دغه لمحې امین الله داودزی پښتو نظم کښی نه صرف د ځان سره متعلق کړې دي بلکه ژوندی ئی هم ساتلې دي.

*ژان پال سارتری (۱۹۰۵--۱۹۸۰ فرانس).. د ده شهرت د فلسفې په دنیا کښی د وجودیت د نظرئیی له وجې دی. اګرچه دا نظریه خلق د الحاد نظریه ګڼی خو زما په خیال پورته د دې نه چی د سارترې د خدائ په حقله څه عقیده وه، د دې نظرئیی تمامی نتائج د "لیس للانسان الا ما سعی" علمی او عملی مظاهر دي. 

سارترې یو ډیر د اوچتې پائې ډرامه نګار او ناول نګار هم وو. "محترمه چقله ماره ، ګنده لاسونه، شیطان او خدائ" د ده مشهورې ډرامې دي. د تعقل او معقولاتو لوې استاد وو او امین الله ئی نظم کښی هم د دې نمایان صلاحیت معترف دی. 

* فیثاغورث(۴۹۵--۵۷۰ ق م، یونان) دا یو لوې او یاد فلاسفر او ریاضی دان وو. په ریاضیاتی اصولو د نیشت نه د شتون او شتون نه د نیشت په مظاهرو ئی خپلې مفکورې لرلې. د "صِفر" د عدَد په حقله چی د ده او د علم الاعداد ( د څه بنیاد چی نَن د ریاضیاتو نه زیات په اسطوره ولاړ دی) په باب له کومې علامتی معنې ادب ته راغلې دي امین الله هغې له ژبه ورکړې ده. په عالمی ادب کښی د صفر په علامتی معنو کښی "عدم، لټون، لامحدودیت، امکان استعداد، ازل، انعکاس، کُلیت، زیږون او تخم وغیره" اخیستې کیږي. 

په دې نظم کښی (ص ۶۵) د یو بل ډیر یاد فلسفی نیطشې (۱۸۴۴--۱۹۰۰ جرمنی) د نظریئ "نیهیلزم" نچوړ هم پیش شوې دی.

* ګریګورې ( پیدائش ۱۹۶۶ روس).. دا هغه ریاضی دان دی چی د ریاضۍ هغه اووه معرکته الآراء مسائلو کښی ئې یو حل کړې ده چی ټولې نړۍ ته چیلنج وو. دا د علم په قدر پوه عالم د خپلې دې کامیابئ لپاره د یو ملین امریکی ډالرو د انعام مستحق اټاکلې شو. خو دې مستغنی شخصیت دې انعام اخیستو نه په دې انکار اوکړو چی زما کنټریبیوشن د رچرډ هیملټن نه په دې میدان کښی زیات نه دی. او بل دا دومره غټ کار ما نه دې کړې چی دومره غټ انعام پرې واخلم. امین الله دې ځوان نه خپل نظم کښی څه غوښتنې کړې دي. 

*کارل مارکس (۱۸۱۸--۱۸۸۳ جرمنی).. دا هغه شخصیت دی چی د ځان نه وړاندې تمامی علمیاتی مناهج ئی د خپل نظر په زور متاثر کړې دي. داسې یو ډسپلن نیشته چی د ده د افکارو د تاثیر بڅری ورته نه وي رسیدلی. فلسفه او سماجیات ئې د ذوق میدانونه وو. خپل نظر ئی د نړئ په یادو سبکونو کښی یو دی. امین الله د ده په حقله د ډاکټر ظهور احمد اعوان د یو کالم منظومه ترجمه کړې ده. او دې کښی په مارکسزم روایتی تنقید شوې دی. چی د عامې سطح خبرې دي پکښی او اختلاف ورسره کیدې شی. زما په نیز مارکسزم باندې داسې نقد د یو خاص قسم ماقبل فرض کړې شوې مفکورې د وجې خپل وقعت کمَوي. او زه دا هم وائم چی د امین الله د دې کتاب د نور مجموعی طرزتفهیم سره دا نظم سمون نه خوری. د دې وجه دا هم ده چی دې کښی اصل خیال د ظهور اعوان دی، خو دې خیال له د منظومې ترجمې صورت ورکول او بیا کتاب کښی شاملول د امین الله د مارکسزم په باره کښی نظر ته هم څه معنی خیز اشارات کوي.

دا قسم خلق او د دُوي نظریاتو باندې په خپلو نظمونو کښی انتقادی رائی راوړل یقیناََ د ډیرې ژورې او پخې مطالعې ښکاره جاره دلیلونه دي. د دې کتاب نظمونو کښی د اسلوب، فن، فکر، تدبر او تعقل سره سره په علاقائیت، رومان، رجحان، جمال، زغم او استقلال باندې بلها امتیازی ادبیات موجود دي. 

......................................................................

داودزي د یو نظم تنقیدی جاج!!

 

چی د کهف اصحاب لاړل غار ئې پرېښود

نو د غار د خلې نه سپی هم چرته لاړو

زه د مرګ له ویرې غار ته نه ورتلمه

خو ستومانه وم، ما وې چې لږ اوده شم

چی راویښ شومه بل سپی د غار په خله کښی 

خپلو پنجو باندې ئې سر ایښی اوده وو

زه د غار نه راوځم خو دې راویښ شی

داړې چینګې کړی زه بیا تیارو کښی پټ شم

ما د غار دېوال ته ښه ډډه وهلې 

شپې ورځې، عمر دغه شان تېریږي

۱.. دا نظم د امین الله داودزي په کتاب "آئینه کښی نَنداره ده" کښی شامل دی او دا د هغه څلورمه  مجموعه ده. دا په فروری دوه زره یولسم کښی چهاپ ده او د دې نه پس ئی هم متعدَد مجموعې چهاپ شوې دي. د ده شناخت او پیژنګلو د آزاد نظم په حواله ده. دې لړ کښی د ده د اسلوبیاتی ځانګړتیا مطلوبه مقام ټاکنه د دې وخت په نقادانو پورې پور دی.اګرکه ښاغلی عبدالکریم بریالی د "پښتو نظم او د امین الله داودزي نظمونه" نومې کتاب خپرولو باندې د دې پور په خلاصولو لاس پورې کړې هم دی. سرِدست دا نکته په ګوته کول غواړم چی د دې مستغنی شاعر اکثر نظمونه (په سوونو) بې نامې دي. په ظاهره دا نیمګړتیا ښکاری خو دا په اصل کښی د هغه د نظم د فکروفن او کیف و آهنګ یون کښی د وحدت نه کثرت او د کثرت نه د وحدت متنوع ادبیت د زیږوَنې لازمی غوښتنه ده. دا مذکوره نظم هم نامه یا عنوان نه لري.

۲.. د نظم ابتدا د تاریخ د داسې پاڼو نه شوې ده چی آسمانی تحفظ ورته حاصل دی. داسې ابتدا د تفکر او تدبر د نړۍ منلې روایت دی. په نظم کښی دې له یو کوټلې مقام ورکول د دې شاعر یو بل امتیاز دی."اصحابِ کهف" په حقله قران مجید کښی پوره سورت هم دی او دا واقعه د نورو قامونو په مذهبی تاریخ کښی هم شته ده. د دې په تفصیلاتو کښی په زرګونو پاڼې تورې شوې دي. د یو روایت مطابق د دې ډلې نومونه ( مکسلمینا، مشلینا، یملیخا، مرنوش، شازنوش، دبرنوش او کفشتطوش ) وو. د بل روایت مطابق دا نومونه داسې وو ( مکسلمینا، تملیخه، مرطوکش، نوالش، ساینوس، بطنیوس، کشفوطط)  

۳.. "اصحابِ کهف" دلته په علامتی معنی هم محمول کولې کیږي. چی د انسان د یو تاریخی دور اظهار ته پکښی اشارات دي. 

۴.. د دې نظم یو پیغام دا دی چی کله کله انسان د یو وړوکې ضرورت یا خواهش د تکمیل اقدام یو لوې حادثې سره مخ کړي.

۵.. دې نظم کښی د انسان د یَرې نفسیات بیان شوې دي. یَره د تخییل فصل له انتهائي خیرازه زمکه ده. دې نظم کښی انسان خپل یو ضرورت د ویرې په غار نَنباسلې دی، او د څه وخت نه پس ئی دې انسان له په مذکوره زمکه د تحیر، اضطراب، انتظار، ناقلارئ، زهنی او جسمانی ازیت رنګارنګ فصلونه ورکړې دي. 

۶.. د دې نظم اختِتامیه کښی عمومیت د ادبی کیفیتونو په اتڼ کښی غرقاب دی.

۷.. د دې نظم یو ماحصل د خپل عصر د ترجمانۍ علامتی بڼه ده. ادبی، معاشرتی او اخلاقی جمود ته پکښی اشارات دي. لکه د یرې نه په څه موضوعاتو لا اوس هم خله نه پرانیزو، یریږو چی ایمان به بائلو، یریږو چی د څه ناګهانی آفت یا غذاب ښکار نه شو، د ګټې په ځائی تاوان اونه کړو، او هم له دې وجې جمود خپله غیږ کښی اخیستې یو..

۸.. د دې نظم مجموعی تاثر په ژوند کښی د ارتقا او مکافات خبر هم ورکوي. لکه ابتدا کښی اصحابِ کهف ګیر وو، اوس زه ګیر یم. عملی واقعه یو ده اګر که علتونه او اسباب جدا جدا دي. 

۹.. اختصار او جامعیت پکښی بدرجه کمال موجود دی. د جزیاتو نه پاک او روان داسې نظم چی د انسان د داستانی ادب سره د فطری تړون له مخه د فکشن ضروریات هم پوره کوی بلکه د مثبت نتائجو د تعمیر لپاره نوې لارې هم پرانیزي

۱۰.. د مشاهدې ذور ته ئی هم اوګورئ، سپی په ځناور کښی د ټولو نه کم خوب کوي. او خوب ئی بیدار هم ډیر وي. او هغه خوب کوم چی په دې کیفیت کښی " خپلو پنجو باندې ئې سر ایښې اوده وو" کښی کوي دغه حالتِ خواب ئی زوالوجسټ عین حالتِ بیداری ګرځوي. (پاڅون / مردان)

-
بېرته شاته