(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د حمزه سيورى

[08.Aug.2017 - 12:48]

د حمزه  د سخن سيورى

لیک: م  ر  شفق

   قام ته  بادشهى ښئى  زما  د سخن  سيورى       خپله کۀ په شان د هما  وچ هډوکى شپلم   حمزه شينوارى

    پښتوادب کښې د خوشحال خان خټک او ملنګ  عبدالرحمان   سړبنى  نه پس  کۀ چا ته  بابا  وئيل  روا  دى  نوهغه دشلمې صدۍ نابغه  شخصيت  د پښتو جديد  غزل  بابا ښاغلی امير حمزه خان شينوارى دی.چې د ځلاند مستقبل په  هيله  ترې  د پښتون ملت زلمی  کول  او  راتلونکى نسلونه  ښه  زياته استفاده کولې شي.حمزه شينوارى د خپلو  تخليقى  صلاحيتونو  فنى  جمالياتى  شعور او ژورې مطالعې  په سبب  علمى  ادبى  دنيا  کښې  د لوئی  مقام او احترام  څښتن  دی. د ټولې پښتونخوا پاکستان اوافغانستان  پوهانوا ديبانو منلى اوستائيلى دی  او د دۀ  کلام په ژوند د کلاسک درجه او مرتبه  موندلې ده. د قامى  ادبياتو  تاريخ به  يې  چرې  هم  هېر نۀ کړي  شى. 

محترم  قابل خان  افريدى  د پېښور  پوهنتون  د انګرېزۍ  شعبې  پخوانى  چيرمين د امير حمزه  شنوارې   “په  ژوند  او  ادبى  کارنامو“ انګرېزۍ  کښې   د علمى  سطح  څيړنه  کړې  ده. او د  پى  اېچ  ډى  ډګرى يې اخستې ده.  د پروفېسر  داور خان  داود  “حمزه  شنوارى ايک  مطالعه“ او  د ډاکټر حنيف خليل “بابائی غزل“  هم  د دغې  سلسلې  کړۍ  دى. محترم  طاهر بخارى  د “وجود و شهود“ په  نوم  د حمزه شينوارى   يو کتاب  چاپ   کړ ی او  خور کړی  دی.  سخن  فهم او فلسفه  شناس  اديب  رئيس  امروهې  پرې  مقدمه  ليکلې  ده. 

په  نظم  او نثر کښې  د ښاغلى  امير حمزه  شنوارى   د کتابونو د ادب او ثقافت  په شعبه  کښې  دغسې  د حکمت  او  فلسفه  په  اړه  د فنى  او  علمى  ادبى  اثارو  احاطه  کول  يو ګران  کار دی ځکه  چې  د دې  شخصيت  ګڼ  اړخونه  دي.                                                              .

حمزه د صادق  دوست به درته څۀ وصف بيان کړم    

 ګوړه  چې  له  هرې  ډډې  اوڅَکی خوږه  وي

غالباً 1945ء کښې  د پښتو  ړومبی  فلم  “لېلا مجنون“  ممبۍ  کښې  جوړ  شوی  وۀ د دې  قيصه  او  سندرې  حمزه  شنوارى  ليکلې  دى  او يو مختصر  کردار يې  هم  پکښې  ادا کړی  وۀ. ما پخپله  خو  دغه  فلم  نۀ  دی  کتلی  خو دومره  مې  ياد  شي  چې  د مردان  تاج سنېما  کښې  لګېدلی  وۀ  او  هغه  ورځو  کښې  د فلم   دا سندره  ډېره  مشهوره  وه

ای قېسه ! غم  دې  شا ته  کړه     

کاسه  دې  لېلا ماته  کړه

کال 1962ءکښې چې د پخوانى  صدر فيلډ مارشل  محمد ايوب خان د بنيادى  جمهوريتونو نظام چرچې خورې وې نو د اطلاعاتو مرکزي سکتر او نامتو اديب  قدرت الله شهاب  يو  دستاويزى  فلم  د “نئ کرن“ په  نامه  جوړ  کړی  وۀ. ښاغلى  امير حمزه خان شنوارى  دغه  فلم  ته  د شهاب  صاحب  په  وېنا  د خالص  پښتنى   ثقافت  او ادب  بڼه  ورکړې وه  او کراچۍ کښې  د ريډيو پاکستان پښتو خبرونو څانګې  ګلونه  پکښې خپل  رنګونه  او خوشبوئۍ  ورګډې  کړې  وې. محترم  اديب  اياز  داودزى   پکښې  د سائډ  هېرو  کردار  ادا کړی  او بهره مند بحر صاحب  اکسټرا  اداکارانو کښې وۀ.  فلم  کښې  سرکارى  خبرونه  شمس الدين خان  او ميا منتظم  شاه کاکاخېل  وئيلى  وو. د پښتو  د دې  فلم  نوم  وۀ  “نوې پلوشه“ زۀ  نهم  جماعت  کښې  وم  ما  يو  څو  ملګرو  سره  د مردان  ګولډن  سنېما  کښې  دا فلم  کتلی وۀ. د قمرو جان  په  اواز  کښې  ټپې  خو راته  يادې  نۀ  دى  البته  د ګلناز  بېګم او نورو سندرغاړو جينکو  په  شريکو اوازونو کښې  دې   سندرې  سره  به  د کتونکو  زړونو  هوا شان  خوړله.               

خاندو خوشحالېږو،  سپرلی  دی  ـ  ناوې  له  داسې  خوشحالۍ  وي  اخترونه ــ  سپرلی  دی      (پاڅون / مردان)

-
بېرته شاته