(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پخوانیو پاچهانو عزم

[04.Jul.2017 - 09:49]

د پخوانیو پاچهانو عزم

لیک: عظم الدین علیمي

 د خوشحال خان دستارنامه د ۲۰ هنرونو او ۲۰ خصلتونو بیان دی. د خصلتونو په بیان کې یو خصلت د عزم تر سرلیک لاندې دی.

تر هغې دمخه چې له دستارنامې څخه د عزم په اړه د خوشحال خان وینا راواخلم، د لاندې دوو عربي وييو(کلمو) وضاحت اړین ګڼم:

۱ ـ مَلَک ( م، ل زور لري)، په عربي ژبه کې مفرد (یوګړی) نوم دی چې پښتو کې ورته پرښته وايو. په عربي ژبه کې د مَلَک جمع (ډېرګړی) ملائک دی چې دغه ډېرګړی نوم هم پښتانه په پښتو ژبه کې د مفرد په توګه (ملائکه) بولي او جمع یې ملائکې ګڼي.

۲ ـ مَلِک (م په زور او ل په زېر سره)، په عربي ژبه کې پاچا ته وايي او ډېرګړی يې ملوک دی. ملوک، په پخوانیو پښتو، دري او فارسی متنونو کې د مفرد لپاره هم کارول شوی او ملوکان یې جمع ده. خوشحالخان هم ملوک د مفرد په توګه کارولی دی.

اوس به په دستارنامه کې د عزم تر عنوان لاندې د خوشحاخان لیکنه کټ مټ راواخلم:

یعنې قصد د چار ملوک لره بویه چې تر خوله یې وایستل چې دا کار به کړم یا هر چه دده تر خوله وواته، نور تر وبویه چې هغه چار دې محکم په لاس ونیسي، که د وراني وي که د وداني وي، که پکښې مري که ژوي هغه کار دې کا، خپله خبره دې نه بدلوي. د ملوکانو لويي خو په خبره ده چې خبره سپکه هلکه شوه، هسې دی سپک هلک شو. کلامُ الملوکِ ملوکُ الکلامِ. د ملوکانون خبرې هم ملوکې دی. په دا سبب مصلحت مشورت په هر کار کښې بویه چې مبادا چې هسې خبرې تر خوله وباسي، چې د ښيلو نه وي، یا يې پکښې د ملک د سر زیان وي، بیا به مشکل شی خو د اوله دې پوخ فکر وکا بیا دې تر خوله وباسی. د ملوکانو په سر کښې ددې باب مبالغه ډېره ده، پکښې ډېر شان مذکورات، تمثیلات راوړي: 

یوه ملوک خاورې خوړلې، طبیبانو یې علاج کاوه له خاورو منع نه شو، یو حکیم لاف وکړ چې زه به يې علاج وکړم وريې وباله، ورته یې ووی چې خاورې مه خوره! ملوک ویل چې زړه مې ورځنې نه دریږي ــ حکیم ووی چې تر خوله وباسه نه به یې خورم. ده وویل چې نه به یې خورم. حکیم ورته وویل چې ته ملوک یې د ملوکانو د عزم دې ارویدلي دي، چې عزیمت وکا، تر خوله وباسي نور هغه چاره ورپسې ټینګه کا ــ ويې ویل هو ــ حکیم ورته وویل چې سکه اوس تا تر خوله وایستل چې خاورې به نه خورم، که دا خبره بله کړې سکه عزم دې برباد شو. هغه ملوک نورې خاورې ونه خوړې. دا خبره نقل د مامون خلیفه نه نقل کیږی.

یو بل ملوک د هند و وچاته يې عطا ورکوله، وی شش هزار بدهید ــ په وخت د دستخط شصت هزار، دستخط په سهوه دده پرې وشو ــ عرض وشو چې د سیاهي په فرد شش هزار دی دستخط پرې د شصت هزار وشو، هر چه حکم وي ــ فرمایل بخت د هغه اوس به زه خو د خپلې خبرې نه نه غړیږم، شصت هزار ورکاڼئ!

د ملوکانو حال دادی، سلطان محمود په یوه ملک باندې مهم کاوه، تر خوله یې ووت چې زه به د خوارزم مهم کوم. حسن میمندي او نورو خیرخواهانو ورته عرض وکا چې دا مهم سلطان ولې هسې بې تحاشي تر خوله ویوست، ويې فرمایل چې زه هم اوس پښیمان یم اما چې تر خوله مې ووت که مې سر ځي هم به یې پرینږدم ــ هغه مهم یې په دشوارۍ ترسره کړ.

د کشمیر ملوک و په تماشې یې تر خوله وواته چې په زهرو سړی پس ومري زه به یې هم وخورم، چې فکر يې وکړ ویل یې چې ما خو په تماشو مسخرو ویل اما چې تر خوله مې وواته اوس به يې خورم، زهر یې راوغوښتل، واړه خیلخانه مریان یې په ژړا شول، ده خپله خبره نوره نه کړه زهر يې وخوړل پرې ومړ، که چا ورته وی چې بارې لږ وخوره، وی دا همه حیله ده مردان حیلې نه کا. غرض چې د عزم کار د ملوکانو هسې ګران دی، هر عزیمت چې وشي فهمیده بویه. والسلام.

 
-
بېرته شاته