(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناروغه روغتیا

[26.Jun.2016 - 18:59]

لیک: محمد نعمان دوست
د نورو ګڼو ستونزو تر څنګ د معیاري روغتیايي خدمتونو کمزوري هم زموږ د خلکو او وطن لپاره لویه ستونزه ده. که له یوې خوا خلک د درملنې په موخه پاکستان او هندوستان ته اوږده او له کړاوه ډک سفرونه کوي، له بلې خوا هره ورځ یوه لویه برخه پانګه هم له وطنه خارجېږي. ځینې خلک دلته په ډاکټرانو ځانونه ستړي کړي خو چې نتېجه ور نه‌کړي مجبور شي د سفر موزې په پښو کړي.

خو دا یو دود هم ګرځېدلی، داسې هم نه ده چې په پاکستان و هندوستان کې دې خامخا ناروغان شفایاب کېږي، هلته هم په اوونیو اوونیو بستر وي او کله خو بې‌روحه کالبوت له ځان سره راوړي. د درملنې پر وړاندې دلته ګڼې ستونزې پرتې دي، خو که قوي اراده موجوده وي دا ستونزې اوارېدای شي.

شرمېدلي سوداګر دلته ډېری دوا په قاچاقي لارو راځي، د دې درملو ارزونه نه کېږي. زموږ ځینې سوداګر دومره پست او شرمېدلي دي چې د خپلو ګټو لپاره کمپنیو ته د ارزانه درمل جوړولو فرمایش ورکوي او د ارزانه درملو کیفیت خامخا صفر وي. په بندرونو کې هم دومره پست خلک شته چې د پیسو په مقابل کې هر ډول درملو ته اجازه ورکوي. همدا خبره ده کنه موږ هم ګڼ شمیر داسې ډاکټران لرو چې په هغو هېوادونو کې یې تخصصي زده‌کړې کړې، په کومو کې چې هندوستاني او پاکستانیو ډاکټرانو کړې دي.

غافل طبیبان زموږ ګڼ شمېر ډاکټران څو ځایه دندې لري، د دندو تراکم دوی له تازه مطالعې پاتې کړي دي او دې کار د ناروغیو په تشخیص او درملنه کې د دوی وړتیا کمزورې کړې ده. ځینې یې شخصي درملتونونه لري او ځینې داسې بې‌وجدانه هم شته چې د خپلو درملو د خرڅلاو او حتا د تولیدي کمپنیو د خوشالي او له هغوی د امتیازونو د تر لاسه‌کولو لپاره مریض ته داسې دوا تجویزوي او ورباندې پلوري چې له درملنې سره یې مرسته نه‌کوي.

د تشخیصي مرکزونو ستونزه تر ډېره حده دلته هغه ماشین الات او وسایل نه‌شته چې مهم امراض تشخیص کړي، که وي نو د شناخت او یا پیسو مقابل کې د داسې کسانو په تصرف کې دي چې د کارونې سمه وړتیا یې نه‌لري. همدارنګه د ناروغانو ستونزه هم د هېرولو نه ده. دلته که کوم ډاکټر څو ډوله معاینات ولیکي نو ناروغ ورته زړه نه ښه کوي او خپل فقر پلمه کوي، خو همدغه فقیر ناروغ بیا ان د هندوستان و پاکستان لپاره د لارې کرایه او هلته د اوسېدو لوړو لګښتونو ته پیسې پیدا کولای شي.

شخصي پوهنتونونه طب تر نورو پوهنځیو سخت دی، د درسونو حجم او یادول یې د هر چا د وس خبره نه ده. همدا دلیل دی چې د زرګونو کسانو له منځه د ګوتو په شمېر کسان ورته بریالي کېږي. طبيعي ده چې دغه کسان به تر نورو تکړه او د قوي حافظې خاوندان وي او په ښوونځیو کې به هم ښه ځلېدلي وي.

خو ځینې شخصي پوهنتونونو دغه معیار هم نابود کړ. په دې پوهنتونونو کې داسې کسان هم جذب شول چې په دولتي کانکور کې یې حتا د ساینس فاکولټې لپاره هم نمرې نه وې پوره کړې، خو شخصي پوهنتون والاوو د خپل فیس د ترلاسه‌کولو لپاره جذب کړل، په پټو سترګو یې کامیابوي او بله ورځ به په سپینه چپنه کې د ناروغ سر ته ولاړ وي.

په دغو پوهنتونونو کې به بااستعداده ځوانان هم وي، خو که کم شمېر یې هم پرته له لیاقته فارغ شي، ډېرو کسانو ته زیان رسولای شي. او…

سپارښتنې دولت ته په کار ده چې لومړی د درمل جوړولو په چارو کې پانګونه وکړي او پانګونه جذب کړي چې درمل زموږ په وطن کې د حکومت تر ټینګ نظارت لاندې تولید شي. په ټول وس دې هغه کسان ونیسي او سختې سزاوې دې ورکړي چې د خپلې ګټې لپاره بې‌کیفیته درمل واردوي او د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.

طب پوهنځی دې له شخصي پوهنتونونو خارج شي، زموږ شخصي موسسې لا دې پړاو ته نه دي رسېدلي چې د وطن لوړې ګټې وپالي. داسې لایحې دې جوړې کړي چې له مخې یې ډاکټران څو ځایه بوختیاوې، و نه‌لري. ډاکټرانو ته دې د درملتونونو جواز نه ورکوي او هغه نسخې دې هم منع وګرځول شي چې یوازې د ډاکټر رابط درملتون والا یې پر لوستلو پوهېږي. د شخصي روغتیايي مرکزونو دې ټینګه څارنه وشي، د درملنې په برخه کې دې معمولي ناغېړي هم نه زغمل کېږي. 

-
بېرته شاته