(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د صادراتو ملي غونډه

[28.Mar.2016 - 16:43]

 د صادراتو ملي غونډه او د ۱۳۹۴ کال د غوره صادرونکو پېژندنه

سلامونه تاسو درنو خبریالانو ته!
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د هېواد په اقتصادي وده کې د صادراتو اهمیت په پام کې نیولو سره، د « صادراتو ملي غونډه او د ۱۳۹۴ کال د غوره صادرونکو پېژندنې» ترنامه لاندې د خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د هېواد له ګوډ ګوډ څخه د ۲۵۰ صادرونکو او د ګڼ شمېرو اړوندو وزیرانو او د خپلواکو ادارو رئیسانو په ګډون، د ۱۳۹۵ کال د وري د میاشتې په ۱۰ مه نېټه د افغانستان نوین په هوټل کې غونډه جوړوي.

ددې غونډې موخه په تېرو ۴ کلونو کې د صادراتو د وضعیت ارزونه او په همدې توګه د کاري ډلو په جوړولو سره د صادرونکو د وړاندیزونو او حل لارو ترتیبول او د اتاق د مالوماتي بانک په اساس د غوره صادرونکو هڅول او هغوی ته د ستاینې لوح وړاندې کول، دي.

تاسو درنو ته په خورا درنښت بلنه درکوو، تر څو  په دغه غونډه کې ګډون وکړئ.

 

نېټه: سه شنبه، د ۱۳۹۵ کال د وري ۱۰ مه، ۰۹:۰۰

پته:  د افغانستان نوین هوټل، کابل ننداری ته مخامخ، حضوري چمن، کابل، افغانستان

په درنښت 

صیام الدین پسرلی

-
بېرته شاته