(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افضل خان لالا په مړينه !

[03.Nov.2015 - 13:07]

د سياسي مشر، ملي مبارز، ستر پښتون او قومي مشر افضل خان لالا په مړينه د کونړ ولايت مقام د خواشينۍ پيغام!

دکونړ ولايت مقام:  په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د افغانستان دوست ، ستر پښتون، ستر مبارز، سياسي او قومي شخصيت خان افضل خان لالا د ورپېښې ناروغۍ له امله له دی فاني نړۍ حخه سترګی پتي کړی .
انا لله و انا اليه راجعون
د کونړ ولايت مقام، منسبوبين او علمي او کدري اشخاص د علمي او سياسي شخصيت افضل خان لالا په مړينه سخت خفګان ښکاروندوی کوي ، د نوموړي مړينه په افغاني او پښتني نړۍ کې يوه لويه تشه ګڼي، ارواښاد ته له ستر خالقه د مغفرت او درنې کورنۍ ته يې د اجر او بدلې غوښتونکي دي. 
افضل خان لالا د پښتنو وتلی مبارز، ياد سياسي شخصيت او پر افغانستان او افغان مين انسان و، د افغانستان مؤمن ولس به د هغه کارنامې يادې او د هغه د ارمان ملاتړ به کوي. 
ستر خالق يې قبر وړانګن او د اخرت سفر بې خطره لره
درنښت
الحاج قاضۍ محمدنبي احمدي 
د کونړولايت مرستیال او سرپرست والي

 
 
 
-
بېرته شاته