(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما دوه نور نښيرونه هم چاپ شول

[01.Nov.2015 - 21:43]

محمد طاهر کاڼی

د سږکال يانې د ۱۳۹۴ لمريز کال تر دې مهاله زما ۳ نښيرونه چاپ شوي، چې لومړی هغه د کيميا په څانگه کې دی، «کيميايي عنصرونه» نوميږي زما ليکنه ده او څه موده مخکې مې يې په اړه يو لنډ خبر هم خپور کړی وو .

۱ . له دوو نورو نښيرونو څخه يې لومړی «د بهرني ليکوال» په نامه یاديږي، زما ليکنه ده، چې څه موده مخکې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ شو . پر دغه کتاب د افغانستان نامتو او ستر شاعر اکاډميسين سېلمان لايق سريزه کښلې ده . په کتاب کې د ۱۰۰ بهرنيو ليکوالو او شاعرانو د ژوند او پنځونې په اړه څېړنه شوې او مالومات وړاندې شوي دي . کتاب ټول ۴۹۳ مخه لري .

۲ . دويم نښير «واوره او توپان» نوميږي چې په دې وروستيو کې د مومند خپرندويې ټولنې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر په ۱۷۶ مخونو کې په منځني کاغذ کې چاپ کړی دی . دا د ستر روسي ليکوال لېف نيکولايويچ تولستوی د ۴ داستانونو ژباړه ده . اړینه ده وويل شي چې دا مهال زما نور ۶ نښيرونه د چاپ انتظار باسي .

روسيه - وولگينسکي

د ۱۳۹۴ لمريز کال د لړم ۱۰ د ۲۰۱۵ ز کال د نوامبر ۱

-
بېرته شاته