(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مونشن: دمیرویس نیکه د جومات خبرتیا

[19.Sep.2015 - 10:20]

دمیرویس نیکه دجامع جومات خبرتیا
دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت ټولو مسلمانانوته دنېکمرغه لوی اخترمبارکي وايي اوله الله تعالی ج څخه دا ټول بشریت ته دهدایت، سولې اوسوکالۍ سوال کوي.
همدا ډول موږ په خورا درناوي سره ټولو درنو لوستونکو په تېره بیا بایرن مېشتو افغانانو ته خبر ورکوو، چې راتلونکې اونۍ د روان ۲۰۱۵ زکال دسپتمبرمیاشتې څلورویشتمه نېټه دلوی اختر له لمړۍ ورځې سره سمون خوري.
په یاده ورځ به له خیره سره دلته دجرمني په بایرن آیالت دمونشن ښارد میرویس نیکه په جامع جومات کې دلوی اخترلمونځ دوه ځلې ادأ شي:
لمړی لمونځ د سهار په اتنیموبجواودوهم لمونځ د سهارپه پاوکم لسوبجو ادأ کیږي.
تاسوټولو درنومسلمانو خویندو اووروڼوته دزړه له تله ښه راغلاست اومبارکي وایو، هرکله راشﺉ او دا بختوراخترله موږ سره یوځای په اسلامي اوافغاني مینه ولمانځئ.
 
پتـه:
Machtlfinger Strasse 10
 81379 - München
Ubahn 3
Obersendling
دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21105
 

-
بېرته شاته