(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مسعود مصطفى بارزاني

[14.Sep.2015 - 17:02]

لیک: حماد

كرد یا کردان دمنځني ختیځ داسیا په لویدیز کې له مشهورو ملتونو څخه یو دی،په کومه سیمه کې، چې کردان میشت دي دوی یې ستر کردستان بولي،دا سیمه په عراق کې دشمال ختیځ په ایران کې شمال لویدیز او په سوریه کې دشمال ختیز او په ترکیه کې سویل ختیز څخه عبارت ده.پردې سربېره په ارمنستان، اذزبایجان او لبنان کې هم کردان شته دی.

کردان دبلوچانو او پښتنو په څېر خپلواک هېواد او سیاسي جوړښت نه لري، کردان پر څلوروډلو (کرمانجي،کلهود، کوران او لور) ویشل شوي دي او هره ډله ځانته جلا لهجه لري.

دکردانو مجموعې شمېر بـ 27,380,000 اټکل شوی دی په ترکیه کې ۵۶٪ په ایران کې ۱۶٪ په عراق کې ۱۵٪ او په سوریه کې ۶٪ سلنه اټکل شوی دی

همدا راز په افغانستان کې ۷۰۰۰ سوریايي کردان شتون لري، دکردانو تر تولو مشهور تاریخي شخصیت صلاح الدین ایوبي دی.

منځنۍ ختیځ، چې هره شېبه دنوي اوښتون له ګواښ سره مخ دی دنورو لږه کیو په ګډون کردان هم له تاریخي ناخوالو سره مخ دي دا اوس، چې په منځني ختیځ کې د داعش، القاعدې او اسرائیلو تر منځ کوم اخ وډب روان دی دبل هر چا په پرتله کردان ډیر ځپي دعبدالله اوجلان په مشرۍ وسلواله ډله خو عملا له ترکیي سره په جګړه کې ښکیل ده، دکردانو بله ډله، چې مشري مسعودبارزاني کوي بیاهڅه کوي،چې دکردانو ستونزه دخبرو له لارې حل کړي، هڅه شوې ده، چې دکردانو دا تاریخي څېره مسعود بارزاني خپلو لوستونکو ته ور وپيژنو.

مسعود بارزاني د۱۹۴۶ ز داګسټ پر ۱۶ نېټه  دایراني کردستان په مهاباد سیمه کې زیږیدلی دی،نوموړی په هغه ورځ نړۍ ته راغلې دی په کومه ورځ، چې په مهاباد کې دکردستان جمهوریت په نوم دکردانو لپاره نوی  سیاسي جوړښت ( دکردستان دیموکراتیک ګوند) رامنځته شو، خو ډېر دوام یې ونه کړ.

په ۱۹۴۷ ز کې دکردستان جمهوریت له منځه ولاړ، دبارزاني کورنۍ اړ شوه،چې دکرد پیشمرکه  سره یو ځای عراقي کردستان ته  له خپلو کورنیو سره ولاړ شي. دڅه وخت له تیریدو وروسته  عراقي حکومت دعراق سویل ته وشړل.

دمسعود بارزاني پلار ملا مصطفی بارزاني دکردي پاڅون مشر په خپلو ملګرو سره په ۱۹۵۸ ز کې پخواني شوروي اتحاد ولاړ او هلته میشت شول.

مسعود بارزاني خپلې لومړنۍ زده کړې نه دي بشپړې کړې او لامل یې دهغه مهال سیاسي او ټولنیز شرایط و، نوموړی به دشپاړلسو کلونو و، چې په ۱۹۶۲ ز کې  له کردي جنګیالیو(بیشمرګه) سره یو ځای شو نوموړي په هغه پاڅون کې، چې په ۱۹۶۱ ز کې دملا مصطفی بارزاني په مشرۍ پیل شوې و، دپاموړ رول ولوباوه. دا پاڅون تر ۱۹۷۵ز پورې دوام ومونده، په سیاسي فعالیت کې دمسعود دځلیدو تر شا دنوموړي دپلار لاس و.

مسعود دخپلې ځوانۍ ډېر وخت دهغو موخو د ترلاسه کولو لپاره، چې د کردستان ډیموکراتیک ګوند دځان لپاره ټاکلې وې. کردانو له ۱۹۶۱ ز راهسې په عراق کې ډیموکراسي او دځان لپاره جلا حکومت غوښت نوموړي دهمدې موخو لپاره ځان وقف کړې و.

په شل کلنۍ کې په ټوله مانا دسیاست ډګر ته ورننوت  او په ۱۹۷۰ ز کې دکردي پلاوي غړی و، چې له عراقي حکومت سره یې دخپلواکې ادارې په اړه خبرې اترې کړې وې .

په ۱۹۷۱ ز کې دګوند اتمه ګنګره جوړه شوه او نوموړی د کردستان دیموکراتیک ګوند دمرکزي شورا غړی وټاکل شو. وروسته بیا دسیاسي بیورو غړی شواو دامنیتي څانګې مشري ور وسپارل شوه.

په ۱۹۷۵ ز کې دایران دپاچا او عراقي حکومت تر منځ په الجزایر کې یو جوړجاړی رامنځته شو، دا مهال نو مسعود دخپل پلار ملا مسعود په سپارښتنه دکردستان او کردانو دګتې لپاره بیشمرګه رامنځته شوه، دې چارې د۱۹۷۶ ز دکولان اوښتون ته لار پرانیسته.

له ۱۹۷۶ ز څخه نیولې ان تر ۱۹۷۹ ز تر پایه مسعود بارزاني له خپل پلار سره یوځای په امریکا کې اوسیده. په ایران کې دخمیني له کودتا او دشاه له سقوط راوروسته نوموړی ایران ته ولاړ، چې دپلار دورتګ لپاره زمېنه برابره کړي،په کومه ورځ، چې ایران ته رسیږي په هماغه ورځ یې  د ۱۹۷۹ز دمارچ پر لومړۍ له ژوند سره په مخه ښه کوي.

دپلار له مرګه یې وروسته سیاسي هلې ځلې ډیریږي په ۱۹۷۹ ز کې دګوند په نهمه ګنګره کې په ډیموکراتیکه توګه او د ګوندي ټاکنو له لارې د کردستان دیموکراتیک ګوند درهبر په توګه ټاکل کیږي.

مسعود بارزاني له خپل ورور ادریس بارزاني سره یوځای د ۱۹۸۰ ز او ۱۹۸۷ز ترمنځ کلونو کې په عراق کې څو سیاسي جبهې رامنځته کړې نوموړی وتوانیده،چې له کردي ګوندونو او ډلو څخه یوه کردي جبهه رامنځته او دکردانو دحقوقو لپاره هر اړخیزه مبارزه وکړي.

په ۱۹۹۱ ز کې مسعود بارزاني د ټولو کردانو په استازیتوب له  صدام حسین سره خبرې اترې پیل کړې، خو کومې دپاموړ پایلې ته ونه رسیدل ځکه صدام حسین ددوی دخپلواکې ادارې وړاندیز ونه مانه.

په ۱۹۹۹ ز کې دګوند نهمه ګنګره راوغوښتل شوه او مسعود بارزاني یو ځل بیا د ګوند دمشر په توګه وټاکل شو.

په عراق کې دصدام حسین تر شهادته پورې مسعود بارزاني دکردانو دحقوقو د ترلاسه کولو په موخه په نړیوالو او سیمه ییزو ناستو کې ونډه اخستله، په عراق کې دنوي اوښتون په ډیری پېښو کې نوموړي مرکزي رول درلودان د ۲۰۰۳ زپه تحولاتو کې یې دپاموړ رول ولوباوه.

د۲۰۰۵ ز دعراقي کردانوملي ټولنې لخوا دکردستان دلومړني ولسمشر په توګه وټاکل شو،

 

د۲۰۰۹ ز دجولای پر ۲۵ مه ټاکنې وشوې او مسعود بارزاني نږدې ۷۰٪ رایې ګټلې وې او ددویم ځل لپاره د کردستان دولسمشر په توګه بریالی شو او د۲۰۰۸ ز داګست پر ۲۰ یې دکردستان دپارلمان پر وړاندې لوړه وکړه.

دکردستان دولسمشر په توګه یې بهرنیو هېوادو ته سفرونه کړي دي له پخواني ولسمشر جورج بوش (زوی)، توني بلیر ،دواتیکان پاپ، دایټالیا له لومړي وزیر برلسکوني ، دسعودي پاچا عبدالله او داردن پاچاعبدالله سره لیدنې کړې دي.

دولسمشر په توګه یې دکردانو لپاره ځینې بنسټیز مرکزونه رامنځته کړي دي دټولو کردي سیاسي ګوندونوائتلاف یې رامنځته کړی،چې په کردستان کې دسیاسي پریکړو باصلاحیته  هغه ګڼل کیږي.

دسیاسي ګوندونو عمومي سازمان یې رامنځته کړې دی، چې غړي یې دکردي ګوندونو مشران دي وخت ناوخت دکردانو دحقوقو او ګاندې لپاره سره راټولیږي.

دمسعود بارزاني کورنی ژوند

مسعود بارزاني او کورنۍ یې دکردانو لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي، نوموړي دتر دولس کلنۍ پورې خپل پلار نه وو لیدلی، هغه مهال یې پلار په پخواني شوروي اتحاد کې میشت و. دصدام حسین استخباراتو یې درې وروڼه ترور کړي دي.

 

دالانفال په مشهور ټولوژنه کې، چې نږدې ۸ زره کردانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ ۳۲ تنه یې دمسعود بارزاني له کورنۍ څخه وو.پردې سربېره صدام حسین څو ځلې هڅه کړې ده،چې مسعود بارزاني ترور کړي دنوموړي د ترور مشهوره هڅه په ۱۹۷۹ ز  په هالینډ کې وشوه، دمسعود بارزاني پلرنی ټاټوبی شپاړلس ځله ویجاړ شوې او کردانو بېرته رغولی دی.

مسعود بارزاني دکردانو په ملي خوځښت کې دخپل پلار مصطفی بارزاني درول او ونډې په اړه د( بارزاني او دکردانو ازاديپاله حرکت) په نوم  درې ټوکه کتاب لیکلی دی.

source: http://rohi.af/fullstory.php?id=40583

-
بېرته شاته