(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مالمو:دعلمی کنفرانس خبرتيا اوبلنليک

[24.Aug.2015 - 16:27]

حبيب الله غمخور:  سويډن / مالمو   ـ   د۲۰۱۵ زېږدکال داګست ۲۰

په سويډن کې ددوستۍ فرهنګی ټولنه دنوروفرهنګی ټولنو په مرسته غواړي داکتوبر پر دريمه دسويډن دمالمو په ښارکي «د ډله ايزو رسنيو او فرهنګی ټولنوګډ رسالت » ترناسمه لاندی علمی کنفرانس جوړ کړي .
پدې درانه کنفرانس کښي دګډون لپاره تاسو وياړلوهيوادوالو،پوهانو،دغښتلي قلم اوپوهی خاوندانودډله ايزورسنيو اوفرهنګی ټولنواستازوته دګډون بلنه ورکوو.
په سويډن کې ددوستۍ فرهنګي ټولنه د هېواد اوسنيو حالاتو اوناخوالو ته په کتوسره ، چې هر چيري زموږ ولس دهغه دناخبری اونالوستوب له امله غولېږي اودهيواد دکورنيو اوبهرنيو دښمنانو لخوا یې پر پاکو اوسپېڅلو مذهبی او انسانی احساساتو دخپلوناروا موخو لپاره سوداګری کېږي اودافغان کوردافغان پوسېله ورانېږ ي ،غواړی دنورو فرهنګی ټولنو په مرسته دسويډن دمالمو په ښارکي دملي هوښياری اوبيداري لپاره دډله ايزو رسنيواوفرهنګی ټولنو د ګډرسالت ترنامه لاندي دغه نړيوال کنفراس را ولی .
موږ پدې باوريوکه ډله ايزي رسنی خپل رسالت دولسونونود پوهاوی اوفرهنګی ټولنې هر چيري چي شتون لری ځان دولس اوخپلو غړو دپوهاوی لپاره ژمن معرفی کوی . اړينه ده چې ددې ملي اوفرهنګی کار اوزيار دسمون له پاره په خپلو کي سره جرګه سو .
ددې کنفرانس دجوړېدونه زموږ موخه داده چي زموږ په هيواد کي دننه اوله هيوادنه بهر فرهنګی ټولنو اوډله ايزو رسنيو پر ملی او انسانی ارزښتونو اوددوي ترمنځ دولسونودپوهاوی لپاره دګډکاراوفعاليت پر چارو مفصل علمی بحث اودواړي غاړی دګډ کار بهيرته وهڅول شي .
فرهنګی ټولنې اوډله ايزي رسنۍ دولس دبيداری په هکله خپلو تاريخي او انساني مسوليتونوته متوجه اود دګډکار ميکانيزم راوزېږی .
موږ به ډير زيات خوښ سوکه تاسو زموږ سره پدې درنه علمی غونډه کي فعاله برخه واخلی .
زموږ ټولنه پدې انسانی کارکښي دهرفرد اوهرې ټولنې بې غرضه مرستې دمننې په څرګندولوسره مني .
درنو دوستانو !
که چيري راتګ مودکودمودلايلو له مخې ناشونۍ وي هيله مند يم چي ددې کنفرانس په ادرس خپلې تحليلی ليکنې ،نظريات پيغامونه زموږ لاندي په برېښنا پتو راولېږی .
داړېکو لپاره دتليفون شمېره : (0) 736 511 5690046
برېښنا پته : ghamkhor@hotmail.com    ghmkhor@gmail.com

دکنفرانس پته :
د کروکسبېک ښوونځي د کنفرانس تالار . : Kroksbäckskolan , Informationsalen
دناويګاشون لپاره ادرس :  
Sweden Malmö      ـ       Hyllievångsvägen-6

يادونه !
هغه دوستان چې غواړي دکنفرانس په کارکښي خپله اويادليکنې له لاري ګډون ولري کولاي سي په خپلو لیکنو کښي لاندی عنوانونه اويادمسئلې مربوط په خپله خوښه کوم عنوان ځانته وټاکي :
۱/ دافغانی ټولنې دپوهاوی لپاره د ډله ايزو رسنيو او فرهنګی ټولنو دګډوهڅو اړتيا .
۲/ دولسونودبيداری لپاره دډله ايزو رسنيو اوفرهنګی ټولنودګډکار ارزښت.
۳/ د ډله ايزو رسنيو او فرهنګی ټولنوګډکارولسونوبيداره وی .
۴/ فرهنګی ټولنې او ډله ايزي رسنۍ دهراړخيزي پوهاوی اوخبرتيا ستر انسانی مسوليت پر غاړه لري .
۵/ دډله ايزو رسنيو اوفرهنګی ټولنوګډکار ولسونو بيداروی .
۶/ د ډله ايزو رسنيو او فرهنګی ټولنوګډ رسالت .
په سويډن کې ددوستۍ فرهنګی ټولنې مشرتابه جرګه

-
بېرته شاته