(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خبرو بوجۍ

[25.Jul.2015 - 15:11]

لیک: انجنیر ستانه میر زهیر

په کابل کې    تنظيمي جګړو  مجبور کړم چې خپله حکومتي  وظيفه خوشې  او جلال اباد ته کډوال شم . دحکومتي مامورينو جيب خو هسې هم سپيره وي  خو چې بيا کډوالي هم ور په غاړه شي  او د تنخوا هم درک نه وي  ، نو بيا راشه که توديږې .
خو زه نن ځکه خوشاله وم ،  چې په خوارۍ او زارۍ مې، د يوه اوبل نه  دومره پيسې پور کړې وې چې بس يوه بوجۍ اوړه  مې پرې  اخيستی شول 
 په  بيړه  مې په دې خاطر د اوړو منډايی ته ، ځان ورساوه چې يو څه ارزانه په لاس راشي . د اوړو بوجۍ مې واخيسته  پنډی ته مې  په لاسی کراچۍ کې با رکړه ،  هغه د مخه او زه ورپسې شوم .
 د جلال اباد د اوړی بده ګرمۍ وه، د ټول وجود نه مې د ويالې د اوبو په څير دخولو سيلاب روان و. ډير زيات تږی شوم. پنډی ته مې وويل ته ځه او زه درپسی ځان درسوم.
د اوبو خرڅونکی په مخ کې ودريدم او د اوبو ډک ګيلاس مې شونډو ته نږدی کاوه چې يو ناڅاپه،  په اوږه باندې چا سخته څپييړه راکړه.
څپيړه نه وه، د ټوپک ګولۍ وه. په ټول وجود مې ورته د سر نه تر پښو پورې اوربل شو. خوچې مخ مې ورواړاوه ، ځان مې غلی ونيوه ، ځکه چې هغه  زمونږ د پخوانی دفتر يو پخوانی همکار و. سمدلاسه راغاړی وت. لس، پنځلس دقيقی خوپه ستړی مه شی، خوار مشی تير شول.
 ماغوښتل ورته ووايم چې د اوړو بوجۍ مې پنډی ته ورکړی خو هغه زما خبره په نيمايی کې غوڅه کړه او په خپلو خبرو خبرو کې يې داسې را ګير کړم چې هر څومره وسه کوم ځان ورنه خلاص کړم خو نه شوم خلاصيدای . 
بس په يو سا ه يې په خبرو راته داسې پيل وکړ :
..... پرون سهار چې له خوبه را پاڅيدم، هډوکو مې ډير درد کاوه خو چې د وړو مور د شيدو د خوندور چای ډکه چاينکه په مخ کې راته کيښوده او څلور پنځه پيالی مې ورنه ، په مزه مزه وڅښلی نو د هډوکو درد مې هم ورسره ښه شو.
 زه په کور کې  دوه جوړه بوټان لرم. يو تور او بل نصواری رنګ لری. په دې ورځ مې تور بوټان په پښو کړل. چې له کوره راوتم او بيا ښاری بس ته وختم نو په موټر کې ډيره ټمبه ټيله وه. تور بوټان يې راته له کاره وويستل. چې له بس نه کوزشوم نو لومړی مې خپل تور بوټان پاک کړل.
په ښار کې می هيڅ کار نه و. ټوله ورځ مې په ښار کې په خوشی ګرځيدو تيره کړه. ماښام چې کورته راغلم نو ښه ستړ ی وم. د وړو مور دې کور اباد وي، زما په زړه خواړه يې پاخه کړی و. په خوند خوند مې وخوړل او دخوراک نه وروسته سمدلاسه ويده شوم.
څه به دې سر خوږوم چې څنګه ويده شوم په خوب کې مې ليدل ، يو لوی د ښامار غوندی مار زما خواته را روان دی، زه د ويرې نه داسې لړزيدم لکه په ونه کې چې پاڼه دباد سيلۍ خوځوی. يو ناڅاپه ته
 را پيدا شوې او په مار دې د يو غټ کاڼی ګوذار وکړ. .. ستا د ګوذار سره سم مار ځای په ځای مړ شو او زه دې  دمار له چيچلو خلاص کړم همدا اوس چې هغه شيبه را په زړه کړم.،  زړه مې غواړی چې دا ټنډه دې ښکل کړم.
 زوړ همکار چې زما د ټنډی ښکلولو ته ځان جوړاوه، ناڅاپه مې د خپلو اوړو بوجۍ را په زړه شوه. د اوبو ډک ګيلاس مې بيرته کيښود او د ليونی غوندې مې  په منډو پيل وکړ.
ټول ښار مې څو څو ځلی د يو سر نه بل سر ته په منډو را منډو ګز وپل کړ خويوه کوڅه رانه پاتې نه شوه خو  نه د پنډی درک و او نه زما د اوړو د بوجۍ په دې توګه مې دخبرو د بوجۍ په پيدا کولو خپله د اوړو بوجۍ دلاسه ورکړه.

١٣٧٥ ل کال  _ جلال اباد

-
بېرته شاته