(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولې لپاره ننواتې نه کوو

[15.Jul.2015 - 11:18]

مشال: ولسمشر غني وویل، طالبان افغانان دي او هېڅ داسې ستونزه نشته، چې هغه د دواړو خواوو تر منځ په خبرو اترو حل نشي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې تر راتلونکو دریو اونیو پورې به له وسلوالو طالبانو سره بیا خبرې وشي.
ولسمشر غني، چې نن د چارشنبې پر ورځ د یو شمېر حکومتي چارواکو او د ملي شورا ځنو غړو سره یو ځای خوست ته د وروستیو مرګانیو پيښو د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکی لپاره تللی وو، وویل، چې سوله د ملي یووالي حکومت د کارونو په سر کې ده او په دې اړه په پوره دقت کار کوي، چې بالاخره له افغان طالبانو سره خبرې اترې په یوه بشپړه افغاني پروسه بدلې شي:
((څوارلس کاله مو کوښښ وو، چې موږ وغږیږو، بریالي شوي یو، نو اول قدم واخیستل شو، په راتلونکو پنځلسو ورځو یا دریو اونیو کې به دویمه کتنه وشي، په دې باندې په دقت کار کوو.))
ده وویل، چې طالبان افغانان دي او هېڅ داسې ستونزه نشته، چې هغه د دواړو خواوو تر منځ په خبرو اترو حل نه شي.
نوموړي زیاته کړه، د دواړو لوریو له خوا د اختلافي مسائیلو او غوښتنو د فهرست په تیارولو کار روان دی، ترڅو کرار، کرار ټولو اختلافي خبرو ته حل لارې پیدا شي.
ولسمشر غني پر قومي مشرانو، دیني عالمانو او د مدني ټولنې پر فعالانو غږ وکړ، چې د سولې د خبرو اترو له پاره چې دې، دوی هم د سولې له پاره زمینه برابره کړي:
((موږ درې هدفونه درلودل، یو دا چې څرنګه دا کتنه په یوه بهیر بدله کړو، دویم دا وو چې یو فهرست واخلو، څه مسایل چې وروڼه لري، سیاسي مخالفت دی، طالبان افغانان دي، خارجیان نه دي، دوی چې ستونزه لري، په کاغذ دې واچوي.))
ولسمشر د سولې بل اړخ د پاکستان هېواد وباله.
ده وویل، چې د پاکستان د حکومت چارواکو ته يې په څرګنده ویلي، چې یاد حکومت له تېرو څوارلسو کلونو راهیسې د افغانستان حکومت سره یوه نا اعلان شوې جګړه پیل کړې ده.
ولسمشر غني وړاندې وویل، دوی د سولې له پاره کوم هېواد ته ننواتې نه کوي، بلکې هېوادوال يې حق لري، چې په دې سیمه کې په سوله کې ژوند وکړي.
بلخوا په خوست کې د کوچیانو یو تن مشر رمضان کوچي د ولسمشر د سولې هڅې پر ځای وبللې او ویې ویل، د سولې اړتیا محسوسه ده او د سولې پرته د دې ستونزو د حل بله لاره نشته.
همدارنګه قومي مشر ګل نواز د افغان حکومت سره د پاکستان د حکومت صادقانه همکارۍ ته د شک په نظر ګوري او زیاتوي، چې پاکستان دا ډول همکارۍ د ځان په ګټه نه بولي.
د سولې د وروستیو خبرو په باب په افغانستان کې نظرونه مختلف دي، دې خبرو که له یوې خوا د افغانانو په منځ کې د دایمي سولې د ټېنګښت له پاره هیلې راټوکولې، بل لوري ته خلک د دې پروسې عملي کولو ته د شک په نظر ګوري، ولسي جرګې هم د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د وروستیو خبرو پر څرنګوالي انتقاد کړی او ویلي يې دي، چې دا ډول خبرې د اوربند له 
ټینګېدو پرته ګټه نه لري.
سورس: مشال راډیو

-
بېرته شاته